په پکتیکا ولایت کې د یوناما د استازو سره د مرستو د جلب په موخه غونډه وشوه

د غبرګولي میاشتې په ۲۷ مه نیټه د پکتیکا ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ریاست او د یوناما استازو ترمنځ د همغږۍ او د مرستو د جلب په موخه غونډه عونډه وشوه.
د پکتیکا ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس مولوي حمدالله (فاتح) او د یوناما د جنوب ختیځ زون استازو د راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو د اړتیاوو او مرستو په اړه خبرې وکړې.
مولوي حمدالله د پکتیکا په سرحدي موقعیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له پاکستان څخه په زور راستنېدونکي کډوال د سرپناه او بشري مرستو ته اړتیا لري. نوموړي له یوناما وغوښتل، چې د دغو کسانو اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي. یوناما استازو ژمنه وکړه، چې پکتیکا ته به خپله توجه زیاته کړي او په راتلونکي کې به د سرپناه او بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي. په پای کې د یوناما استازو د راتلونکو پروژو او پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.