د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ريیس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه

anwari_morr
-

د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ريیس د پناغوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.  
حاجي بازمحمد عبدالرحمن، د ننګرهار د کډوالو رییس، د کوچنیو کاروبارونو لپاره د حرفوي زده‌کړو، سرپناه جوړولو، نغدي ، خوراکي او غیر خوراکي مرستو او نورو برخو کې د راستنو شویو هیوادوالو لپاره د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.  
د کمېشنرۍ مسوولینو د شته ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه یې معلومات شریک کړل، همدارنګه یې د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو پراخولو په برخه کې یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.