په ننګرهار ولايت کې ۲۰۴ راستنو شويو کورنیو سره مرستې وشوې

د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نیټه د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې۲۰۴ غريبو، معيوبو او داخلې بيځايه شويو کورنېو ته د خوراکې توکو او سولرې نغريو مرسته ورکړل شوه.
یادې شوې کورنۍ، چې مخکې سروې او پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري ۱۴۰ کورنیو ته ۷ قلمه خوراکي توکي او ۶۴ کورنیو ته یو دانه سولري نغری ورکړل شو.