د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو رییس په شمالي زون کې د ترکيه هیواد د قونسلګرۍ د دیني چارو اتشه سره وکتل

د غبرګولي میاشتې په ۱۱ مه نیټه د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس الحاج مولوی اسدالله وفا په شمال زون کي د ترکيه هیواد قونسلګرۍ د دیني چارو اتشه محمد نور اکدوغان سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ښاغلی محمد نور اکدوغان وویل: خوشحاله یو چی ستاسو سره یوځای د افغان مهاجرو خدمت ترسره کوو؛ همدارنګه ښاغلی اکدوغان زیاته کړه، چی د لوی اختر په رارسيدو سره غواړو د اختر په ورځو کی په بلخ ولايت کي د نورو کلنو په څېر سږ کال هم تر ١٥٠ زیاتو غټو مالونو قرباني ترسره کړو او غوښي یی په اړمنو وویشو او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ ولايت د کډوالواو راستنېدونکو رییس الحاج مولوی اسدالله وفا د ښه راغلاست ترڅنګ په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: د بلخ والي حاجي محمد یوسف په هدایت او د دې ریاست په استازولۍ د یو شمېر دولتي ادارو څخه د قربانیو د غوښو دویشلو لپاره کميټه جوړه شوې، چی د یو منظم پلان له مخي به په بلخ ولایت کی ټولو اړمنو ته د قربانی غوښي ورسوي.