نږدې ۵۰۰ تنو په جوزجان ولایت کې مرسته تر لاسه کړه
د روان کال د غبرګولي په ۷مه نېټه، په جوزجان ولایت کې ۴۸۴ کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یاد کسان تر دې وړاندې د یاد ولایت د کډوالو چارو ریاست له خوا د "کار په بدل کې پیسې" پروژه کې پېژندل شوي وو، چې دا پروژه د کانالونو، ویالو، پلونو او پلچکونو د پاکولو او کیندلو کارونه رانغاړي.
دا کارونه د خانقاه، فیضآباد او د جوزجان مرکز ولسوالیو کې تر سره شوي.
د هر یوه لپاره د یو میاشتني کار په بدل کې، د همکارې مؤسسې له لوري، ۵۶۹۸ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه درې میاشتې دوام لری.