په کابل کې له ۲ زره څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-
د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نیټه په کابل ښار کې له ۲ زره او ۹۳۰ کورنیو سره د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې شوې کورنۍ، چې راستنېدونکې او اړمنې وې د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې او پېژندل شوې وې، چې وروسته د هند هیواد له لوري زرو کورنیو ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي او د کابل ښار د نهمې ناحیې ۱ زرو ۹۳۰ نورو اړمنو کورنیو ته ۲ زره او ۹۰۰ نغدي پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې ووېشل شول.
د یو بل خبر له مخې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نیټه د کابل ښار په دوهمه او پنځلسمې ناحیې کې ۴۶۰ اړمنو کسانو ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې ووېشل شوه.