ننګرهار کې د ۷۰ ميليونه يورو په لګښت راستنو شويو کورنيو لپاره پروژې پلې کېږي

anwari_morr
-
د غوایي میاشتې په ۲۶ مه نیټه د ننګرهار ولایت مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی، د کډوالو او راستنېدونکو ریيس حاجي بازمحمد عبدالرحمن د یو شمېر مرستندویه بنسټونو سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د CORDAID، CDRO،RRAA ، OHWموسسو استازو خبر ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ ميليونه يورو په مالي لګښت د راستنو شويو کورنيو لپاره په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کوي او په تورخم کې یادو کورنیو ته خواړه، خيمې او نورې مرستې ورکول به ورکول شي.
د CDRO موسسه به په اچين، سپين غر او نازيانو ولسواليو کې د ۷۰ ميليونه يورو په لګښت اړينې پروژې پلې کړي. د RRAA موسسې مسئولينو وويل، چې دوی په تورخم کې دوو مياشتو لپاره هره ورځ ۵۳۰ کورنيو ته پخه غذا ورکوي. همدا راز د OHW موسسې ژمنه وکړه، چې په تورخم عمري کمپ کې به ۱۵۰ خيمې نصب کړي، چې په کې سولر، بطرۍ او نور سهولتونه هم شامل وي. دوی به ۵۵۶ کورنيو سره د دوو مياشتو لپاره هرې کورنۍ سره به ۵۰ يورو مرسته هم وکړي.
مرستيال والي د يادو موسسو له مرستو مننه وکړه او د اسانتياو برابرولو ډاډ يې ورکړ. د کډوالو رييس د راستنېدونکو کورنيو نورې ستونزې هم شريکې کړې او پر مرستندويه ادارو يې د لا زياتو مرستو غږ وکړ.