په جوزجان ولایت کې له ۴۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
د غوایي میاشتې په ۲۲ مه نیټه په جوزجان ولایت کې ۴۲۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې له دې وړاندې اړمنې پېژندل شوې وې د پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته دوه قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.