د بادغیس والي د بلخ له کډوالو رئیس سره ولیدل
د ١٤٠٤ لمریز کال د ثور میاشتې په ٢٠مه نېټه د بادغیس والي حافظ محمد امین جان عمري د بلخ ولایت د کډوالو له رئیس مولوي اسدالله وفا سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، چې د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل او د بلخ ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ محمد عزام هم حاضر وو، کډوالو ته د مرستو رسولو او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، او ټولو د بېلابېلو مرستو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.