په سمنګان ولایت کې د راستنېدونکو د ستونزو د حل په تړاو غونډه وشوه

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۱۴ مه نیټه د سمنگان ولایت د والي مرستیال الحاج ملا داد خدا خادم او د اړوندو ادارو د رییسانو، سوداګرو او کسبګرو په ګډون د مهاجرینو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د ولایت مقام په میلمستون کې غونډه وشوه.
د ولایت مرستیال والي د مهاجرینو د ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې. هغه په غونډه کې حاضرینو ته وویل: د خدای فضل او احسان زموږ د بندگانو لپاره په خیر غوښتنه پورې تړلی دی.
وروسته د ادارو رییسانو د مهاجرینو د ستونزو د حل په اړه خپل نظرونه شریک کړل. په پای کې د والي مرستیال له ټولو غوښتنه وکړه، چې په دې لاره کې عملي ګامونه پورته کړي او د مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي وکړي.