په تورخم فرضي کرښه باندې دواړو لوریو( ا.ا.ا او پاکستاني) مسوولینو غونډه وکړه

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۹ مه نیټه د تورخم په فرضي کې د افغانستان او پاکستان ځایي د مسوولینو ترمنځ د همکارۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت د پاکستان غاړې مسوولینو ته وویل، چې دواړه هېوادونه د ګډو مشترکاتو، یو قوم، یوې ژبې او یو دین له امله نږدې ګاونډیان دي. هغه ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید د ټرانسپورټ، مهاجرینو، مسافرو، ګمرکاتو او ناروغانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د تورخم سرحدي امر الحاج بخت جمال ګوهر وویل، چې باید بشریت ته درناوی وشي او د اسلام او ملګرو ملتونو له لوري وضع شوي قوانین عملي شي. په پای کې د پاکستان اړخ د تورخم کمیسار د دوی د خبرو تائید وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به بشپړ همکاري وکړي.