په ننګرهار ولایت کې راستنو شوو کډوالو ته د سرپناه، روغتیا او نغدي مرستو په برخه کې د همکارو بنسټونو سره ناسته وشوه

د غوایي میاشتې په ۸ مه نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو رییس د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو په چارو کې عالي کمېشنرۍ، ودان او د کډوالۍ نړیوال سازمان د مسوولینو سره وکتل او د کډوالو د سرپناه، روغتیا، پاکو اوبو، نغدي او خوراکي مرستو، حرفوي زدهکړو او د نورو اړتیاو په اړه یې خبرې وکړې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوول وویل، دوی به د سرپناه په برخه کې هغو کډوالو ته، چې لا د استوګنې ځای نه لري کورونه به ور ته جوړ او زاړه کورونه به یې ترمیم کړي. د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو په چارو کې عالي کمېشنرۍ او ودان موسسې مسوولینو ژمنه وکړه، چې سخت ناروغانو ته به نغدي مرستې ورکړي او د بایومټریک تذکرو جوړولو لپاره به هر کس سره به ۱۵۰۰ افغانۍ مرسته وکړي، ترڅو د تذکرو او ترانسپورټ ستونزې یې حل شي.