په فاریاب ولایت کې د مهاجرینو لپاره د استوګنې ښارګوټي دبنسټ ډبره کېښودل شو

sadam_morr
_

د غوایي میاشتې په ۵ مه نیټه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د استوګنې ښارګوټي د بنسټ ډبره د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي او د ښار جوړولو او کور جوړونې وزیر شیخ حمدالله نعماني او نورو ولایتي چارواکو په حضور کې کېښودل شو.
ښاغلي حنفي ټینګار وکړ، چې د امنیت ټینګښت، ټولنیزو اسانتیاوو برابرول او د هیوادوالو، په ځانګړي توګه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسیدګي د ا.ا له مهمو دندو څخه دی او مسؤلین به په دې برخه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دا ښارګوټی د دولت آباد ولسوالۍ کې په ۴۰۰۰ جریبه ځمکه، چې د کډوالو وزارت ملکیت دی، جوړ شوی او ۲۶۲۰ استوګنې نمرې لري، چې د ۲۶۲۲۰ کسانو د استوګنې ظرفیت به ولري.