په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره د استوګنې ښارګوټو دبنسټ ډبره کېښودل شو

د غوایي میاشتې په ۴ مه نیټه د جوزجان او سرپل په ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره د استوګنې ښارګوټو د بنسټ ډبره د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي او د ښار جوړولو او کور جوړونې وزیر شیخ حمدالله نعماني او نورو ولایتي چارواکو په حضور کې کېښودل شو.
ښاغلي حنفي وویل، په دې وروستیو کې زموږ هېوادوال له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه ایستل شوي او د سرپناه او مرستو اړتیا لري. اسلامي امارت هڅه کوي په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره ښارګوټي او کار فرصتونه برابر کړي.
د ښار جوړولو وزیر وویل، په دغو ښارګوټو کې د استوګنې کورونو ترڅنګ د نجونو او هلکانو ښوونځي، دارالعلوم، روغتون، روغتیايي مرکز او شنې ساحې په پام کې نیول شوې دي.