په فاریاب ولایت کې د مرستو جلبولو په موخه د دوامداره میشتیدو او بيا ځلې مېشتیدني کمیټې ناسته تر سره شوه.

sadam_morr
_
پرون سه شنبه د ١٤٠٤ لمریز کال غوایې د میاشتې په ٢مه نېټه فاریاب ولایت کې د بیرته راستانه شویو او بېځایه شویو کسانو لپاره د دوامداره میشتیدو او بیا مېشتېدني د مرستو جلبولو د کمیټې لومړۍ ناسته، د اړوندو دولتي ادارو او موسسو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د فاریاب ولایت د کډوالو چارو رئیس ملا سیف‌الدین جهادي د بېرته راستانه شویو او بېځایه شویو کسانو سره د مرستو له امله خوښي وښوده او د هغو کسانو په اړه یې چې له ایران، پاکستان او ترکیې نه ایستل شوي، د فرصتونو، ستونزو، لومړنیو اړتیاوو او شمېرو معلومات وړاندې کړل او د سکتوري ادارو او همکارو موسسو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه یې وکړه تر څو یادو ستونزو ته رسیدنه وشي.
د ناستې ګډونوالو د خپلو اړوندو ادارو او موسسو د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه یې د بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.