په میدان وردګو ولایت کې د کډوالو له لنډ مهاله میشت غالي څخه لیدنه وشوه

sadam_morr
-
د غویي میاشتې په لومړۍ نیټه د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو رییس مولوي حبیب الله مجاهد، د کډوالو آمر مولوي عبدالرحمن هاشمي او ورسره مل پلاوي د تخت کوتل بلاکونو په سیمه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د جبر راستانه شوو کډوالو له لنډ مهاله میشت غالي څخه لیدنه وشوه.
ښاغلي هاشمي د کډوالو د استوګنې وضعیت وکاته، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې و ارزولې او د اړوندو ادارو او موسساتو څخه یې د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل: د کډوالو چارو آمریت هڅه کوي د همکارو موسساتو له لارې د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیایي او حفظ‌الصحې خدماتو او کاري فرصتونو په برخو کې مرستې راجلب کړي.
هاشمي له همکارو موسساتو وغوښتل چې دې زیانمنو کورنیو ته لومړیتوب ورکړي او د (BDN) موسسې څخه یې د روغتیایي او حفظ‌الصحې خدماتو له امله مننه وکړه.