د کابل په ښار کې له زرو ډېرو کسانو سره مرسته وشوه
د وري میاشتې په 31 مه نیټه د کابل ښار په ۸ او ۱۶ ناحیو کې د ۱۲۲۳ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوې وې، هر کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.