د هلمند ولايت د کډوالو رييس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له يو شمېر مسوولینو سره وکتل

sadam_morr


د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه د هلمند ولايت د کډوالو رييس الحاج مطيع الله آغا حقيار د سوېل لوېديځ زون لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره وکتل.  
په دې ليدنه کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې، عمومي وضعيت، د وړاندې شويو مرستو نوعيت او کيفيت، د مرستو روڼتيا او نور اړوند مسايل وڅېړل شول او بحث پرې وشو.  
د هلمند د کډوالو رييس د راستنېدونکو کډوالو  ستونزې د دې ادارې له استازو سره شريکې کړې او د یادو ستونزو د حل لپاره يې د لا زياتې همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.  
د کمېشنرۍ مسوولینو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او اړينو اقداماتو په اړه ژمنې وکړې.  
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازولۍ په بهرامچې ولسوالۍ کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي.