د کابل په ښار کې له زرو ډېرو کسانو سره مرسته وشوه
د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه د کابل ښار په ۳، ۸، ۱۳، ۱۴ او ۲۰ ناحیو کې د ۵۲۹ اړمنو کسانو سره نغدي مرستې و شوې.
یاد کسان، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوي وو، هر یوه ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.
د یو بل خبر له مخې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۳۹۵ اړمنو کورنیو ته د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوې وې، هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.