د کندز ولایت د کډوالو رییس د شیرخان بندر د سرحدي آمریت له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

sadam_morr
-
د وري میاشتې په ۲۴ مه نیټه مولوي عبدالولي محمدي د کندز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس د شیرخان بندر د سرحدي آمریت له فعالیتونو او د راستنېدونکو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د راستنېدونکو لپاره د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه د سرحدي آمریت کارکوونکو ته اړینې لارښوونې وکړې او همدارنګه یې د شیرخان بندر د کمیسارۍ ادارو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي سره همغږي وکړه او د تاجکستان هېواد څخه د راستنېدونکو د غوره مدیریت په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ پریکړه کړې، چې د تاجکستان هېواد څخه راستنېدونکو کسانو ته، چې د شیرخان بندر له لارې هېواد ته راځي د خوراکي توکو او د هر کورنۍ غړي لپاره د موټر کرایه ورکړي.