په کابل ښار کې له زرو څخه زیاتو کسانو سره مرسته وشوه.

sadam_morr

پرون شنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د حمل میاشتې په ٢٣ مه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۱۲۰۷ تنه مستحقو کسانو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
هر یو کس ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او د تغذیې یوه بسته، چې د دې وزارت د همکارې مؤسسې له خوا برابره شوې وه، د کډوالو د ریاست له لوري تر پیژندنې وروسته ووېشل شوه.