په جوزجان کې لسګونو راستنېدونکو ته نغدي مرستې وویشل شوې

sadam_morr

د جوزجان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ریاست د معلوماتو په اساس ۳۵ راستنېدونکو ته د کیک‌پزۍ او موبایل ترمیم د حرفوي زده‌کړو شاگردانو ته د دوه نیمو میاشتو معاشونه ووېشل شول.
د دې پروګرام له مخې، ۲۰ تنو ښځینه راستنېدونکو شاګردانو هر یوې ته ۷ زره او ۹۸۰ افغانۍ او ۱۵ تنو نارینه شاگردانو ته هر یوه ته ۷ زره او ۴۸۰  افغانۍ ، د کډوالو چارو ریاست  تر څارنې او د همکارې موسسې له لوري ورته ووېشل شول.
د جوزجان د کډوالو رییس وویل: دا مرستې د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي پیاوړتیا او د دوی د حرفوي مهارتونو د ودې لپاره یو مهم ګام دی.
دغه پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د ژوند د ښه کولو او په ټولنه کې د دوی د بیا ادغام په موخه ترسره شوی دی.