بلخ ولایت کې د مرستو راټولولو او جبري راستنېدونکو مهاجرینو د راتګ لپاره د چمتووالي ناسته دایره شوه.

sadam_morr

د وري میاشتي په ٢٠ مه نیټه د بلخ ولایت مرستیال والي په مشرۍ ګاونډیو هېوادونو څخه د جبري راستنېدونکو  کډوالو د ثبت، مرستو را ټولولو او د چمتووالي په موخه، ناسته وشوه. د ناستې موخه د جبري راستنېدونکو لپاره د چمتووالي، سرپناوو جوړولو او مرستو برابرولو اړوند نظرونه شریکول وو.
په دې ناسته کې ګډونوالو د جبري راستنېدونکو لپاره د بشپړ چمتووالي، د مرستو د راټولولو، د سرپناوو جوړولو او د نورو همکاریو د څرنګوالي په اړه نطرونه شریک شول.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د تیر کال د کمیټې هڅې وستایلې او سږ کال یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.
مولوي نورالهادي وویل: ټاکل شوې کمیټه به سږ کال هم راستنېدونکو مهاجرینو لپاره پوره چمتو وي او هڅه به کوي، چې له ټولو مهاجرینو سره د ورورولۍ چلند وشي، څو دوی د بې‌ برخېتوب احساس ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ژوند د اسانتیاوو ترڅنګ به دندې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم برابریږي. هغه ټینګار وکړ، چې سږ کال باید له ټولو محلي ادارو سره په ګډه له ځنډ پرته هڅې وشي؛ تر څو راستنېدونکي مهاجرین وکولای شي په خپل هېواد کې آرام ژوند ولري.
همداراز د یادې کمیټې غړو وویل، چې سږ کال به له پخوا زیاتې تجربې او ښې همغږۍ سره هڅه وکړي، څو راستنېدونکي مهاجرین له کومې ستونزې سره نه بلکې له آرامۍ سره ژوند وکړي.