په جوزجان ولایت کې له ۱۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

د وري میاشتې په ۲۰ مه نیټه په جوزجان ولایت کې ۱۰۲ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یادې شوې کورنۍ مخکې د دې ولایت د کډوالو ریاست له لوري پیژندل شوې وې، چې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه او د پخلنځي د وسایلو یوه کڅوړه ورکړل شوه.