په ننګرهار ولایت کې د راستنېدونکو افغان مهاجرینو د ملاتړ په موخه بیړنۍ ناسته ترسره شوه.

دغه اضطرارې ناسته د ننګرهار ولایت مرستیال والي په مشری د ملي او نړیوالو موسسو استازو په ګډون د حمل میاشتې په ١٧مه نیټه ترسره شوه، چې موخه يې د هغه راستنېدونکو افغان مهاجرینو ملاتړ و چې تازه له پاکستان څخه په باعزته توګه راستنیږي.
د ننګرهار مرستیال والی مولوی عزیزالله مصطفی په تورخم کې د راستنیدونکو وضعیت په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د دیپلوماتیکو هڅو او د ملګرو ملتونو د مؤثر رول له لارې د دې موضوع د حل پر اهمیت باندې ټینګار وکړ.
هغه د مرستندویه موسسو څخه غوښتنه وکړه چې د راستنیدونکو د اړتیاوو پر بنسټ دې لازمې مرستې په پام کې ونیسي.
د ننګرهار د کډوالو چارو ریېس د نوم لیکنې او لومړنیو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او د احتمالي زیاتوالي په صورت کې یې د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.
همدارنګه نظامي چارواکو، د اقتصاد، عامې روغتیا، سکتوري ادارو او ملي او نړیوالو موسسو استازو د ولایتي ادارې سره په همغږۍ کې خپلې همکارۍ څرګندې کړې.