د بلخ ولایت بیامېشتېدنې کمېټې ناسته وکړه

sadam_morr
-
د کب په ٢٨ مه د بیا مېشتېدنې نهمه ناسته په بلخ ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو د بیا مېشتېدو په پاره د کمېټې د غړو په شتون کې وکړه.
یاده ناسته د بلخ ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي اسدالله وفا په مشرۍ ترسره شوه، چې موخه یې په سمه بڼه د کډوالو لپاره د خیمو او پوښاک توکو وېش وو. له بحث وروسته د کمیټې غړو مهمې پرېکړې وکړې.
د کډوالو رییس د تېرې ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او خپل وړاندیزونه یې له کمیټې سره شریک کړل، همداراز یې د ښه تطبیق لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ناستې ګډونوالو د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.