کابل کې له زرو زیاتو اړمنو کسانو سره مرسته وشوه
په کابل ښار کې د کب په ٢٥ مه او ٢٧ مه نېټه له یو زرو ٦٤٧ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کسان چې له دې وړاندې له موسساتو سره په همغږۍ د کابل کډوالو ریاست له لورې پېژندل شوي وو، هر کس ته ٢ زره ٩٠٠ افغانۍ او یوه د خوراکي توکو کڅوړه ورکړل شوه.