د نیمروز د کډوالو ریاست د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د نړیوال صندوق له مسولینو سره وکتل
د نيمروز ولايت کډوالو ریاست سرحدي آمر محمد هارون وحيدي د د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو سازمان یا یونیسف د ماشومانو د نړيوال صندوق له مسوولينو سره د کب پر ۲۶ مه وکتل.
په دې کتنه کې د نیمروز په سرحدي آمریت کې د دغه دفتر پر فعالیتونو خبرې وشوې.
سرحدي له ایران څخه د رالېږل شویو ماشومانو د ستونزو په اړه معلومات شریک کړل او له هغوی څخه یې له سرحدي آمریت سره په همغږۍ د مرستو د زیاتوالي غوښتنه څرګنده کړه.
یادو مسولينو په راتلونکي کې د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.