ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
=
د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې ۸۰۳ بې ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په دغو مرستو کې شپږ ډوله خوراکي توکي، نهه زره نغدي افغانۍ، د پخلنځي د لوښو يوه کڅوړه او یوه خېمه د ننګرهار د کډوالو ریاست په هلو ځلو او د کډوالو چارو وزارت د دوو همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوه.