په ننګرهار ولایت کې تازه بېځایه شویو سلګونه کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش تر سره شو.

٨٠٠ کورنۍ چې تازه د تورخم پر فرضي کرښه د نښتو له امله، ننګرهار ولایت لعلپورې کمپ ته بې ځایه شوي، د ١٤٠٣ لمریز کال د حوت په ١٧ مه نېټه یادو کورنېو ته پاخه شوې خوراکي مرستې وویشل شوې.
د عمري کمي مسوول، مولوي محمد هاشم میوندوال، ویلي چې یادې مرستې د سری میاشتې ادارې له لوري برابرې شوې او د لعلپورې کمپ بېځایه شوو کورنیو ته وویشل شوې.
نوموړي له ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو وغوښتل چې بېړنۍ بشري مرستې چمتو کړي.
همداراز، د ننګرهار سری میاشتې ولایتي مسوول وویل چې دا مرستې به تر هغه دوام ولري، څو چې یادې بې ځایه شوې کورنۍ د لنډ وخت لپاره په لعلپورې کمپ کې اوسېږي.