لوګر کې د ځمکې وېش کمېټې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
په لوګر ولایت کې د کډوالو لپاره د ځمکې وېش کمېټې ناسته د دې ولایت د ښار جوړونې رییس په مشرۍ او د کمېټې د غړیو په ګډون د کب پر اومې نېټې د کډوالو چارو په ریاست کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ځمکې وېش د فورم، د دې پروسې پر څارنې او د بېرته راستنېدونکو ستونزو د حل لپاره بحث او څرګندونې وشوې.
په پای کې پرېکړه وشوه چې مستحق کډوال باید د تابعیت د تذکرې د طرزالعمل پر اساس ځمکه ترلاسه کړي او د لوګر ولایت د کډوالو چارو آمریت دې د هر بېرته راستنېدونکي لپاره د سرپناه فورم یا د ځمکې نومره ترتیب او چمتو کړي.