د بغلان ولایت کډوالو ریاست کې د ځمکې لېږد کمېټې د همغږۍ ناسته وشوه.

تېره ورځ د بغلان کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست کې د ځمکو د لېږد کمېتې ناسته وشوه.
دغه ناسته د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین د حکم پلې کولو، د امارتي ځمکو د لېږد پروسې په اړه چې د مرکزي بغلان او دشت خواجه الوان ولسوالیو ۸ زره جریبه ځمکه پکې شامله ده؛ له هر اړخیزو بحثونو او نظریاتو وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.