د پاکستان له بندخونو ۸ تنه افغان بندیان ازاد شول
د پاکستان له بندخونو ۸ تنه افغان بندیان ازاد او د سلواغې پر ۲۹مه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله په پاکستان کې نیول شوي وو، چې درې میاشتې بندیان وو او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول