کابل کې زرګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

کابل کې ۶ زره او ۳۷۱ تنو ته د سلواغې پر اته ویشتمه نېټه نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ مخکې په ۸، ۹، ۱۱، ۱۳ او ۱۵ ناحیو کې اړمنې پېژندل شوې وې، چې د وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره د ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې کابل ښار کې ۲ زره ۹۰۴ بېځایه شویو کورنیو ته د سلواغې له ۲۵ څخه تر ۲۹ نېټې نغدي پیسې مرسته ورکړل شوه.
دغه کسان وړاندې په بېلابېلو ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو او د وزارت د یوې همکارې موسسې مرسته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړه ورکړل شوه