خوست کې سلګونو کورنیو ته بشري مرستې ووېشل شوې

په خوست کې ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره د سلواغې پر شلمه نېټه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ مخکې د مهاجرینو چارو ریاست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د وزارت د یو همکار بنسټ له لوري یې د خوراکي توکو او ژمنیو جامو کڅوړې ورکړل شوې.