پاکستان کې لسګونه افغان بندیان له بنده خوشې شول

sadam_morr
-
په پاکستان کې ۴۲ تنه افغان بندیان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، له بنده خوشې او د سلواغې پر اتلسمه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان له اسلام اباد ښار څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او له ۲ تر ۵ ورځو پورې د حاجي کمپ په بند کې بندیان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.