د سرپل د مهاجرینو چارو آمر مولوي میر عبدالسلام هاشمي شمال زون کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مسولانو سره د سلواغې پر اتلسمه وکتل

sadam_morr
دغو مسولینو د بېرته راستنېدونکو لپاره د نغدي مرستو وېش، د تېر کال د پروژو څارنه او د روان کال د پروژو په اړه د معلوماتو ورکول خپلې موخې وبللې او د مهاجرینو چارو آمریت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د مهاجرینو چارو آمر د همکارو ادارو د فعالیتونو مننه وکړه او د مرستو چټکولو او د مهاجرینو وضعیت ته د رسیدنې لپاره یې له آمریت سره په همغږۍ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.
هغه وویل: د مهاجرینو آمریت د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت د قوانینو او اصولو په پام کې نیولو سره د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره په بشپړه توګه همکاري کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسولانو هم د هېواد په شمال زون کې له مهاجرینو چارو آمریت سره په همغږۍ مهاجرینو سره د مرستو او د دوی وضعیت ته د رسېدنې د همکارۍ ژمنه وکړه.