د پاکستان له بندخونو لسګونه افغان بندیان ازاد شول

د پاکستان له بندخونو ۶۶ افغان بندیان ازاد او د سلواغې پر پنځمه نېټه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې ۳ ورځو تر یوې میاشتې بندیان وو او هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته پر لېږدېدو سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم وشوې.
.