بادغیس کې د تلپاتې بیامېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه
په بادغیس ولایت کې د دغه ولایت د والي او د تلپاتې بیامېشتېدنې کمېټې د غړو په شتون کې د راستنو شویو او بېځایه شویو د تلپاتې بیامېشتېدنې ناسته وشوه.
دغه ناسته د مهاجرینو او د دوی بنسټي او لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د اړوندو ادارو او موسسو د چارو د پېاوړتیا، همغږۍ او انسجام په موخه وشوه.
د بادغیس ولایت د والي مرستیال مولوي غلام محمد محمدي له موسسو وغوښتل، چې خپلې چارې د اسلامي امارت د قانون او اصولو برابر ترسره کړي.
د مهاجرینو چارو آمر مولوي نیک محمد خبیب د راستنېدنې او په سیتسم کې د راستنېدونکو د نوملیکنې په اړه معلومات وړاندې کړل. ستونزې او اړتیاوې یې وویلې او دغه راز له همکارو بنسټونو څخه د مرستې راټولونې غوښتنه یې څرګنده کړه.