د پاکستان له بندخونو نږدې ۴۰ افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr
_
د پاکستان له بندخونو ۳۸ افغان بندیان ازاد او د سلواغې پر لومړۍ نېټه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې ۴ ورځې په حاجي کمپ کې بندیان وو او هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته پر لېږدېدو سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم وشوې.