پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځینو استازو په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل
د پاکستان اسلام اباد او لاهور پنډۍ ښارونو کې د افغان مهاجرینو ځینو استازو په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له سفیر سردار احمد خان شکیب سره د مرغومي پر شلمه نېټه وکتل.
په دې کتنه کې د اففان مهاجرینو اتشې مسولینو هم ګډون کړی او د مهاجرینو استازو خپلې شته ستونزې شریکې کړې.
د اسلامي امارت سفیر د ستونزو په اورېدو له هغوی سره اړینې او قانوني لارښوونې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ، چې د مهاجرینو موضوع د سفارت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه او هاند و نه سپموي.
هغه دغه راز د افغان مهاجرینو د اتشې د کړنو ستاینه هم وکړه.
د مهاجرینو استازو د اسلامي امارت د سفارت او د اتشې د مسولینو د هڅو مننه وکړه او د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې یې د لا پاملرنې غوښتنه څرګنده کړه.