د پاکستان له زندانونو څخه ۱۹ تنه افغان بندیان خوشي شول

په پاکستان کې ۱۹ تنه افغانان د مرغومي/ جدیې په ۲۴مه له بند څخه خوشي او خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، یاد شوي کسان د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او د اډیاله، سنترل، اټک او حاجي کمپ زندانونو کې له ۲ میاشتو څخه تر ۵ کلونو پورې بندیان وو چې له خوشي کېدو وروسته، دوی خپل هېواد ته راستانه او د همکارو سازمانونو له لوري ور سره بشري مرستې هم شوې دي.