د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست کې د ټولنیز مصؤونیت کمېټې غونډه جوړه شوې.

sadam_morr
د مرغومي/ جدیې په ۲۴مه د ټولنیز امنیت کمېټې د فعالیتونو د همغږۍ او پېژندنې په موخه، د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست کې د مهاجرینو د رییس مولوي عبدالرحمن حبیب زي په مشرۍ د کمېټې د غړو او د همکارو موسسو د استازو په ګډون غونډه تر سره شوې.
د کابل ولایت د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن حبیب زي د کمېټې غړو، همکارو سازمانونو او موسسو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کمېټې د فعالیتونو د پرمختګ موارد بیان کړل.
د غونډې نورو غړو په مختلفو موضوعاتو بحث وکړ او یو شمېر موارد یې تصویب کړل تر څو په راتلونکو غونډو کې پرې بحث او نظرونه شریک کړي.