پاکستان کې د مهاجرینو ځینو استازو په هغه هېواد کې د افغان مهاجرینو اتشې سره وکتل
د پاکستان په اسلام اباد کې د افعان مهاجرینو اتشې د راپور له مخې په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو ځینو استازو د مرغومي میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د افغان مهاجرینو د اشتې دفتر له مسولینو سره وکتل.
د هغوی په استازولۍ حاجي سیدګل خبرې وکړې او د خپلو شته ستونزو په اړه یې د اتشې مسولینو سره بشپړ معلومات شریک کړل.
د افغان مهاجرینو اتشې د هغوی ستونزې واورېدې، اړینې لارښوونې یې ورته وکړې او ویې ویل چې دغه ستونزې به د کوربه هېواد له جګپوړو چارواکو سره شریکوي.
په پای کې ګډونوالو د افغان مهاجرینو اتشې له پرلپسې ملاتړ او لاسنیوي څخه مننه وکړه او ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه یې څرګنده کړه.