د پاکستان له بند خونو ٢١ تنه افغان بندیان ازاد شول
د پاکستان له بندخونو ٢١ تنه افغان بندیان ازاد او د مرغومي په ٢٣ مه نېټه بېرته هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد شمېر کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله له یوې تر درې میاشتو پورې د پاکستان په بندخونو کې و، چې له ازادېدو ورسته هېواد ته راستانه او د همکارو بنسټونو له لوري ورسره مرسته وشوه.