په یو شمیر ولایتونو کې له زرو څخه زیاتو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

sadam_morr
-
د مرغومې میاشتې په ۶مه نیټه په پکتیا، لغمان او کندز ولایتونو کې پر یو زرو ۳۸۲ کورنیو باندې نغدي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یادې شوې کورنۍ، چې مخکې د یادو ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو له لورې سروې شوې وې، چې پکې بې ځایه شوې، راستنې شوې او اړمنې کورنۍ شاملې وې.
یادې مرستې په پکتیا ولایت کې له ۵۰۰ کورنیو سره ۱۴ زره ۱۱۰ افغانۍ، په لغمان ولایت کې ۶۰۰ کورنیو ته روغتیايي کڅوړې، د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې ۸۲ کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ، په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ کورنیو سره ۲۵ منه د سون توکي او یوه بخاري د همکارو موسساتو له لوري مرسته وویشل شوه.
د یو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۱۱۸ تنو ته د ۱۱ زره ۵۵۰ افغانۍ د کور د کرایې لپاره او په بلخ ولایت کې ۳۰۰ ماشومانو ته د یادو ولایتونو د مرستندویه ادارو په همکارۍ د ژمنیو جامو کڅوړې ورکړل شوې.