جوزجان کې ۲۹۹ کورنیو سره مرسته وشوه
د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د یونین اید موسسې په مالي همکارۍ د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د لېندۍ پر اته ویشتمه نېټه ۲۹۹ اړمنو او مستحقو کورنیو هر یوې ته اوه ډوله خوراکي توکي ووېشل شول.