سرپل ولایت کې ۱۷ کورنیو ته کورني وسایل ووېشل شول

sadam_morr
-
د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي همکارۍ په دغه ولایت کې د لېندۍ پر شپږویشتمه نېټه له ۱۷ راستنو شویو، بېځایه شویو او مستحقو کورنیو سره د دوو ترپالونو، درې کمپلو، یوې ګازډبې، سولري څراغونو، د اوبو دوو بوشکو او د پخلنځي یوې کڅوړې مرسته وشوه.