د دوو بنسټونو استازو فاریاب ولایت کې د مهاجرینو چارو له رییس سره وکتل

sadam_morr
د ارادې موسسې او د خوړو نړیوال سازمان استازو د لېندۍ پر یولسمه د فاریاب ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له رییس ملا سیف الدین جهادي سره وکتل.
په دې کتنه کې د مهاجرینو پر ستونزو، د بشري مرستو پر څرنګوالي، د ژمنیو مرستو د چټکتیا او د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.
د فارياب د مهاجرینو چارو رييس په دغه ولايت کې له بېځايه شويو او راستنېدونکو سره د مرستو د لومړيتوب غوښتنه وکړه، چې د هغوى له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.