د ترکیې سفارت د کورنیو چارو سلاکار د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ له رییس سره د پېژندګلوۍ ناسته وکړه.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۱۹
-


 د ترکیې هېواد د کورنیو چارو سلاکار ښاغلي ظفر کیشي او په کابل کې د ترکیې سفارت دویم سکرتر ښاغلي امین اورحان دره لي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو زارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي سره وکتل.
 په دې کتنه کې په ترکيه کې د مېشتو افغان مهاجرينو پر ستونزو خبرې وشوې.
 ښاغلي احدي هغوی ته په ښه راغلاست سره وویل: موږ له ترکیې سره ښې اړیکې لرو، د اسلامي امارت په راتګ سره ستونزې کمې شوې او خپل هېواد ته د افغانانو د راستنېدو لپاره ښه شرایط برابر شوي دي.
 نوموړي په هېواد کې د کارموندنې او ښوونیزو پروګرامونو په برخه کې د ترکیې له سفارت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
 د ترکیې د کورنیو چارو کې سلاکار د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ښو اړیکو لرل د دغې ناستې موخه وګڼله.
 هغه وویل، د مهاجرینو ستونزې دې له موږ سره شریکې شي، چې د ترکیې له جګپوړو چارواکو سره یې شریکې کړو او له یو بل سره په هوکړه مثبتې پایلې ترلاسه کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو له استازي سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي اندریکا راټوټه، سره وکتل.
په دې ناسته کې. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۲۱:۵
Background image

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومایا، سره وکتل.
په دې ناسته کې، د جاپان سفیر د. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او تاله او برفک ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او علماوو سره وکتل.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مجاهدینو او علمای کرامو د هېواد د رغونې او ابادۍ په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې په لرې پرتو سیمو کې د امنیت په راتګ سره د رغونې. . .

بېرته خبرونه ته